ژبه

نږدې ۳۴ ټنه غیرمعیاري کاشۍ او سرامیک بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوي

سهراب سرورى

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۵

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وایي چې د شیخ ابونصر فراهي بندر کې یې ۳۳.۸ ټنه کاشۍ او سرامیک غیرمعیاري تثبیت کړي او بېرته یې صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي.

دې ادارې نن (چهارشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تخنیکي کارکوونکو یې د کاشیو او سرامیکو د یوې محمولې د ارزونې پر مهال، چې وزن یې ۳۳ زره او ۸۸۰ کیلوګرامه و، ومونده چې دغه توکي له کورنیو معیارونو سره سمون نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه توکي یې د غیرمعیاري‌والي له امله بېرته اصلي هېواد ګرځولي دي.

د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول او ارزونې بهیر په شفاف او منظم ډول دوام لري او د بې‌کیفیته، غیرمعیاري او د ښاریانو روغتیا ته د ګواښ پېښوونکو توکو د واردولو پر وړاندې به هیڅ ډول نرمي ونه شي.