ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا له ا.ا څخه غوښتي چې د خپلو بشري حقونو مسایلو کې په اساسي ډول ښه‌والی راولي

امریکا له ا.ا څخه غوښتي چې د خپلو بشري حقونو مسایلو کې په اساسي ډول ښه‌والی راولي

author avatar
15 Aug 2024 - 16:25
امریکا له ا.ا څخه غوښتي چې د خپلو بشري حقونو مسایلو کې په اساسي ډول ښه‌والی راولي
author avatar
15 Aug 2024 - 16:25

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې ا.ا باید له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو له هر ډول عادي کولو مخکې د خپلو بشري حقونو مسایلو کې په اساسي ډول ښه‌والی راولي.

د امریکا بهرنیو چارو ویاند په یوې خبري ناسته کې ویلي، تر اوسه پورې هيڅ هېواد «طالبان» په څرګند ډول د افغانستان د رسمي حکومت په توګه پر رسمیت نه دي پېژندلي.

هغه زیاته کړې: «موږ هم خپلو متحدینو او شریکانو سره د نږدې همغږئ له لارې له طالبانو غواړو چې هغوی د نورو هر ډول اړیکو له عادي کولو مخکې د خپلو بشري حقونو په اساسي ډول ښه‌والي ته اړتیا لري.»

خبریالانو په یاده خبري ناسته کې هغه نظامي پرېډ ته چې د اسلامي امارت له لوري په بګرام کې ترسره شو، هم اشاره وکړه خو پتل په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

د ویلو ده، پرون (چهارشنبه) په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د بګرام په هوایي ډګر کې نظامي پرېډ ترسره شو او دغه ورځ په مرکز او ولایتونو کې هم ونمانځل شوه.

د اسلامي امارت چارواکو په بګرام کې د زمري ۲۴مې نمانځنې مراسمو کې د نړۍوالې ټولنې پر تعامل ټینګار وکړ، ویې ویل، له نړۍ او سیمې سره یې د «غوره اړیکو» لرلو لپاره اړین شرایط برابر کړي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.