ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قانع: د حمید جلال پښتون د وژنې عامل نیول شوی

قانع: د حمید جلال پښتون د وژنې عامل نیول شوی

author avatar
16 Aug 2024 - 10:13
قانع: د حمید جلال پښتون د وژنې عامل نیول شوی
author avatar
16 Aug 2024 - 10:13

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، د حمید جلال پښتون په نوم د یوه ځوان د وژنې عامل نیول شوی چې تر څېړنو وروسته به نظامي محکمې ته وسپارل شي.

په خواله رسنیو کې له وړمې ورځې راهیسې د حمید جلال پښتون په نوم د یوه ځوان عکسونه خپرېږي چې ګواکې د کابل په رحمن مېنه (کارته نو) سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري یې پر موټر ډزې شوي او وژل شوی دی.

تر اوسه د امنیتي ادارو او وژل شوي کس د کورنۍ غړو له خوا د پښتون د وژنې د لامل په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي.

خو تېره شپه د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي: «د شهید حمید جلال (پښتون) د خواشینوونکې پېښې عامل نیول شوی دی.»

هغه زیاته کړې، پېښه تر څېړنو لاندې ده او تر بشپړېدو وروسته به د نورو کړنو په موخه نظامي محکمې ته وسپارل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.