ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې

یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې

author avatar
17 Aug 2024 - 13:45
یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې
author avatar
17 Aug 2024 - 13:45

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي چې د دوو وزارتونو لپاره مرستیالان، د څلورو ادارو لپاره رییسان، درې قوماندانان او د بغلان لپاره مرستیال والي ګومارل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ‌اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ټاکنې د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبت‌الله اخندزاده د حکم پر اساس شوې دي.

هغه لیکلي، د برېښنا شرکت مخکنی رییس ملا محمدحنیف حمزه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال، د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت تشکیلاتو د بیاکتنې مخکنی رییس مولوي حسام‌الدین صابري د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال، د ۲۰۵ البدر قول‌اردو د پنځمې سرحدي لواء مخکنی قوماندان ملا امین‌الله زبیر د هلمند د امنیه قوماندان، ملا محمدهمایون جهادیار د بغلان د والي د مرستیال او د هلمند مخکنی امنیه قوماندان مولوي عبدالحکیم مبارک د ۲۰۵ البدر قول‌اردو د پنځمې سرحدي لواء د قوماندان په توګه ګومارل شوي دي.

هغه لیکلي چې دغه راز د بغلان د والي مخکنی مرستیال ملا احمدالله مبارک د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ پلې لواء د قوماندان، د چارو ادارې لوی ریاست مخکنی مالي او اداري معاون قاري عبدالولي صدیقي د اریانا افغان هوايي شرکت د ريیس، د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ مخکنی مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د عامې روغتیا وزارت وزارت د خوړلو او درملو معین په توګه، د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو مخکنی معین ډاکټر عبدالباري عمر، د افغانستان برېښنا امارتي شرکت د رئیس په توګه.او د افغانستان د اوسپنيزې کرښې مخکنی مالي او اداري مرستیال محمدنعیم اغا د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

 

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.