ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د مسمومیت پېښه؛ د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي

کونړ کې د مسمومیت پېښه؛ د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي

author avatar
17 Aug 2024 - 15:23
کونړ کې د مسمومیت پېښه؛ د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي
author avatar
17 Aug 2024 - 15:23

اسعداباد (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): کونړ کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په وټه‌پور ولسوالي کې د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي چې له ډلې یې درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله حنیف پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د وټه‌پور ولسوالۍ په ګمبیر سیمه کې د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي وو چې د درملنې لپاره لومړی د اسعداباد ولایتي روغتون او له هغه ځایه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د ګمبیر سیمه کې تېره ورځ د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي وو چې له ډلې یې درې ماشومان مړه او پاتې نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.»

د نوموړي په خبره، د مسموم شوو پاتې کسانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د حنیف په خبره، سیمې ته یې د پلټنې په موخه روغتیايي ډله لېږلې او په وینا یې، تر اوسه د پېښې څرنګوالی معلوم نه دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.