ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د فوټبال، والیبال، باسکټبال او پینګ‌پانګ لوبې ترسره شوې

کابل کې د فوټبال، والیبال، باسکټبال او پینګ‌پانګ لوبې ترسره شوې

author avatar
17 Aug 2024 - 18:15
کابل کې د فوټبال، والیبال، باسکټبال او پینګ‌پانګ لوبې ترسره شوې
author avatar
17 Aug 2024 - 18:15

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): په کابل کې ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه د فوټبال، والیبال، باسکټبال او پینګ‌بانګ لوبې ترسره شوې.

دغه لوبې د نجیب تلاش خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ ترسره شوې.

په دغو لوبو کې د فوټبال، والیبال، باسکټبال او پینګ‌پانګ لوبډلو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د یادو سیالیو تنظیموونکی او سوداګر احسان‌الله کامه‌وال پژواک ته وویل، یادې سیالۍ یې په هېواد کې ورزش ته د ودې ورکولو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه جوړې کړې وې.

نوموړي زیاته کړه، دغه شان ورزشي سیالۍ به په ولایتونو او ولسوالیو کې هم ترسره کړي.

هغه وویل چې نور سوداګر به هم وهڅوي څو د ورزش برخه کې همکاري وکړي.

د یادو سیالیو یوه ګډونوال احمدفرزاد پژواک ته وویل، دغسې سیالۍ ترسره کول د دوی لپاره ډېرې ګټورې دي او زیاته یې کړه چې په دې سره به په هېواد کې ورزش پرمختګ وکړي.

هغه له سوداګرو غوښتنه وکړه چې له ورزشکارانو سره دې مالي مرستې وکړي.

همدارنګه، په یادو سیالیو کې د هریرود او سرې میاشتې لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالي ترسره شوه چې سرې میاشتې وګټله، د تمدن او قلم لوبډلو ترمنځ د والیبال لوبه ترسره شوه چې د قلم لوبډلې وګټله.

دغه راز، د عقاب او تلاش فوټبال لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه او د تلاش لوبډلې وګټله، د پینګ پانګ برخه کې شاکر مهدي لومړی او عبدالمبین دویم مقام وګاټه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.