ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږیزه ‌لیګ سیالۍ: امو لوبډلې بست او بند امیر سپین غر ته ماتې ورکړه

شپږیزه ‌لیګ سیالۍ: امو لوبډلې بست او بند امیر سپین غر ته ماتې ورکړه

author avatar
18 Aug 2024 - 19:41
شپږیزه ‌لیګ سیالۍ: امو لوبډلې بست او بند امیر سپین غر ته ماتې ورکړه
author avatar
18 Aug 2024 - 19:41

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۳): د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو په لړ کې امو لوبډلې بست ته او بند امیر لوبډلې بیا سپین غر ته ماتې ورکړه.

شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره شوې، لومړی لوبه د امو او بست لوبډلو ترمنځ او دویمه بیا د بند امیر او سپین غر لوبډلو ترمنځ وشوه.

د نن ورځې په لومړی لوبه کې، د امو لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۴۶ منډې وکړې.

د بست لوبډلې له لوري رحمت شاه په توپ اچونه کې د امو لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې ورکړل شوې هدف د بست لوبډلې پوره نه کړ او په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۵ منډې وکړې او د ۱۱ منډو په توپیر یې لوبه د امو لوبډلې ته وبایلله.

په دغه سیالۍ کې عظمت الله عمرزي د بست لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

دغه‌راز د شپږیزه لیګ دویمه لوبه د بند امیر او سپین غر لوبډلو ترمنځ وشوه.

په یاده سیالۍ کې د بند امیر لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې وکړې.

د بند امیر لوبډلې له لوري تر ټولو زیاتې ۸۹ منډې صدیق اتل وکړې.

په یاده سیالیو کې بیا ظاهر خان څلور او راشد خان د بند امیر لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې د سپین غر لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړ او په ۲۰ اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډې وکړې او د ۱۳ منډو په توپیر یې بند امیر لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د یادونې وړ ده، پرون د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو په لړ کې، سپین غر امو لوبډلې ته او مس عینک بیا بست لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.