ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د مېوو او سبزیجاتو د افتونو د کنټرول (فومیګېشن) مرکز پرانیستل شو

کندهار کې د مېوو او سبزیجاتو د افتونو د کنټرول (فومیګېشن) مرکز پرانیستل شو

author avatar
18 Aug 2024 - 20:33
کندهار کې د مېوو او سبزیجاتو د افتونو د کنټرول (فومیګېشن) مرکز پرانیستل شو
author avatar
18 Aug 2024 - 20:33

کندهار (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۳): کندهار ولایت کې د پنځوس میلیون افغانیو په لګښټ د تازه میوو او سبزیجاتو د افتونو د کنټرول (فومیګېشن) مرکز پرانیستل شو.

د نوي ارغند په نوم دغه مرکز د اداري برخې یو تن مسوول احسان الله عادل نن په دې تړاو جوړه شوې غونده کې وویل چې پر دې مرکز شاوخوا پنځوس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او سلګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه وویل: «دلته به وچه مېوه، پنبه اونور توکې دواپاشي کیږي، چې له دې سره بیا زموږ د مېوې په اړه په بهر کې شکایتونه نه وي او په معیاري ډول به صادریږي.»

هغه د معلومات له مخې، دغه مرکز کولی شي چې د ورځې درې زره ټنه توکي دوا پاشي کړي.

د کندهار د وچې مېوې د اتحادیې رییس حاجي عبدالاحد صدیقي وایي، داسې یو مرکز مخکې هم و، اوس به دوی سالمه سیالي کوي او ښه خدمات به وړاندي کوي.

 د کندهار د کرني ریاست د کرنیزو چارو امیر مولوي شمس الرحمن موسي وایي، پخوا به د صادارتو په برخه کې ډېرې ستونزې وې خو اوس به صادرېدونکي توکي دوا پاشي کیږي، په معیاري توګه او له هر افت څخه خوندي به نورو هېوادونو ته د افغانستان میوې صادریږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.