ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتو وزارت: د سیمکارتونو د ثبت لپاره یو پرمختللی سیسټم جوړ شو

د مخابراتو وزارت: د سیمکارتونو د ثبت لپاره یو پرمختللی سیسټم جوړ شو

author avatar
19 Aug 2024 - 10:00
د مخابراتو وزارت: د سیمکارتونو د ثبت لپاره یو پرمختللی سیسټم جوړ شو
author avatar
19 Aug 2024 - 10:00

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وایي، یو داسې سیسټم یې جوړ کړی چې هیڅوک نه شي کولای په جعلي پېژندپاڼو سیمکارت ترلاسه او ثبت کړي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي تېره ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د سیسټم جوړونې ریاست له خوا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د سیمکارتونو د ثبت نوې کړنلارې پر بنسټ د سیمکارتونو د ثبت پروسې د ښه مدیریت لپاره یو ډېر پرمختللی سیسټم رامنځته شوی دی.

سرچینه کاږي، د دغه سیسټم له فعالیت سره اوس هیڅوک نه شي کولای چې په جعلي پېژندپاڼو سیمکارت ترلاسه او ثبت کړي.

سرچینه زیاتوي چې د یاد سیسټم د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو د خرڅلاو برخه یې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنایي پېژندپاڼو له سیسټم سره نښلولې چې پر مټ یې د برېښنایي تذکرو له مخې د پېرودونکو د پېژندنې تثبیت ترسره او د اترا ادارې له تایید وروسته، هغوی ته سيمکارتونه وېشل کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۵ میلیونه فعال سیمکارتونه موجود دي چې لس میلیون سیمکارتونه د برېښنایي پېژندپاڼو پر اساس ثبت شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.