Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت وایي، د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت په اعلامیه کې راغلي، دغه قانون د یوې مقدمې، څلورو فصلونو او ۳۵ مادو درلودونکی دی چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

سرچينې لیکلي، دغه قانون د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر اړوند چارو او د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمولو په موخه جوړ او تدوین شوی چې د تطبیق مرجع یې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت دی.

په اعلامیه کې راغلي، د یاد قانون له مخې، دغه وزارت د اسلامي شریعت او حنفي فقهې له مخې پر معروفاتو د امر کولو او له منکراتو په منع کولو مکلف دی او د خلکو ترمنځ د سولې او ورورولۍ په تامینولو او له قومي، ژبنيو او سمتي تعصباتو په منع کولو مکلف شوی دی.

عدلیې وزارت لیکلي، د یاد قانون په یوې برخه کې د حجاب اړوند حکمونه بیان شوي او د ښځې د ټول بدن ستر لازمي او د فتنې له وېرې د مخ پټول په کې ضروري ویل شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، په دغه قانون کې د نارینه‌وو د عورت د ستر څرنګوالی هم د شریعت پر اساس مشخص شوی او محتسبان مکلف شوي څو د نارینه‌وو او ښځو د عورت د ستر اړوند امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وکړي.

عدلیې وزارت لیکلي، هېودوال کولی شي دغه ګڼه رسمي جریده په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاسته د ټاکل شوې بیې په بدل کې او په وړیا توګه د سافټ (پي‌ډي‌اېف) په بڼه د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډېټابېس څخه ترلاسه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.