غزنيښار (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۳): د غزني سېمهییز چارواکي وایي، دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د شپږ میلیون افغانیو په ارزښت د یوې دیني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب اللهاغا د یادې مدرسې د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د دې دیني مدرسې جوړول به د سیمې د دیني تعلیماتو په برخه کې یو مهم ګام وي.
د هغه په خبره، دغه مدرسه به د معیاري تعلیم سره سره، د عصري زده کړو په برخه کې هم اغیزمنه ونډه ولري او دغه وزارت هڅه کويچې د مدارسو او ښوونځیو پر کیفیت کار وکړي.
د غزني پوهنې رییس مولوي میر نصیر احمد حسیني هم وویل چې دغه مدرسه د ګیلان ولسوالۍ د یوه سوادګر له لورې د دغه ولایت په شنکۍ کلي کې په ۱۲ جریبه ځمکه باندې جوړیږي.
د هغه په خبره، د یادې مدرسې د تعمیر به ١٠ درسي ټولګي یوه اداري خونه، یو باب جومات، د څښاک پاکو اوبو سیسټم، د برېښنا سیسټم، او یو شمېر نور اړین ملحقات ولري.
تر دې مخکې هم د خلکو په شخصي لګښت په دغه ولایت کې شخصي مدرسې جوړې شوې وې
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP