Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي نل‌لیکې، ټاپ او تورغنډۍ رېل پټلۍ له پروژو لیدنه کړې

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي نل‌لیکې، ټاپ او تورغنډۍ رېل پټلۍ له پروژو لیدنه کړې

author avatar
21 Aug 2024 - 23:36
افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي نل‌لیکې، ټاپ او تورغنډۍ رېل پټلۍ له پروژو لیدنه کړې
author avatar
21 Aug 2024 - 23:36

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان او ترکمن چارواکو د هرات ولایت په تورغنډۍ کې د اوسپنې پټلۍ له سټېشن، له ټاپي نل‌ليکې او د ټاپ د برېښنا له لویو پروژو څخه لیدنه وکړه او د ټاپي نل‌ليکې د کار عملي پيل لپاره يې د دواړو خواوو چمتووالي وارزول.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف په مشرۍ د هغه هېواد پلاوی سره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر ډه پوله وکتل.

سرچېنې لیکلی، دواړو پلاوو په تورغنډۍ کې د اوسپنې پټلۍ له سټېشن، له ټاپي نل‌ليکې او د ټاپ د برېښنا له لویو پروژو څخه د ګډې پولې یوې او بلي غاړي ته ليدنه وکړه او د ټاپي نل‌ليکې د کار عملي پيل لپاره يې د دواړو خواوو چمتووالي وارزول.

د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېریږي- مخکې په افغانستان کې په رسمي ډول پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه دي پیل شوې.

ټاپ له ترکمنستانه د افغانستان له خاورې پاکستان ته د برښنا لېږدونې پروژه ده.

خبرپاڼه کې راغلی، متقي ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت اړوندو ارګانونو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د غځولو لپاره خپل چمتووالي بشپړ کړي دي او تيار دي چې عملي کار پيل شي.

متقي ویلي چې د تورغنډۍ وسپنې پټلۍ د سټېشن او همدارنګه د نل‌ليکې د غځولو په برخو کې د ترکمنستان د پانګونې هرکلی کوي او دغه اقدامات به د دواړو هېوادونو او په ټوله کې د ټولې سيمې اقتصاد وغوړوي.

خبرپاڼه کې راغلي، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير رشيد مردوف د دې لیدنې پرمهال د ټاپي نل‌ليکې د عملي چارو د پيل لپاره د ترکمنستان په خاوره کې د خپل هېواد ټولې تيارۍ افغان لوري ته ښکاره کړل.

مردوف ویلی چې هېواد يې بشپړه ژمنتيا لري چې ډېر ژر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي عملي چارو د پيل ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ او سټېشن د رغولو چارې هم پيل شي او د نورالجهاد دبرق سب‌سټېشن به ګټه اخيستلو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.