ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

بلخ کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

author avatar
22 Aug 2024 - 13:44
بلخ کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي
author avatar
22 Aug 2024 - 13:44

مزارشریف (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار مربوطاتو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت له خوا خپرو شوو خبرپاڼو کې راغلي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند فردوسي سیمه کې یو موټر د تېز تګ له امله چپه شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پېښه کې یو ۱۹ کلن ځوان مړ او د چلوونکي په ګډون دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د مزارشریف ښار د لسمې امنیتي حوزې قل‌محمد کلا سیمې ته نږدې یو ۴۵ کلن سړی موټر وهلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې په تړاو د بریالي په نوم موټرچلوونکی نیول شوی او په توقیف‌ کې دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.