ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ترکي شرکتونو افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې پانګه‌ونې ته لېوالتیا ښودلې

افغان او ترکي شرکتونو افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې پانګه‌ونې ته لېوالتیا ښودلې

author avatar
22 Aug 2024 - 18:42
افغان او ترکي شرکتونو افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې پانګه‌ونې ته لېوالتیا ښودلې
author avatar
22 Aug 2024 - 18:42

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، دوو افغان او ترکي شرکتونو له بېلابېلو سرچینو څخه د ۹۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په پروژو کې پانګه‌ونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د اوبو او برېښنا وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د« جي‌اېس‌پي» او «اکلتاش» شرکتونو له مسوولینو سره وکتل او د ۹۰۰ مېګاواټه په وړتیا د لمریزې، بادي او اوبیزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګه‌ونې په اړه یې بحث وکړ.

خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې د یادو شرکتونو مسوولینو د ۹۰۰ مېګاواټه په وړتیا له بېلابېلو سرچینو د انرژۍ د تولید په پروژو او د هېواد دننه د برېښنا د انتقالي مزي په پراختیا کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده او ژمنه یې وکړه چې د انرژۍ سکټور د ماسټر پلان د نوي کېدو او پراختیا برخه کې هم له دغه وزارت سره همکاري کوي.

د خبرپاڼې په حواله، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست د هغوی د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ د پانګه‌ونې لپاره د زمینې برابرولو برخه کې د دغه وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ او د چارو د پرمخ وړلو لپاره یې د اړینو همغږيو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د یاد وزارت سرپرست وویل چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید لپاره کافي سرچینې شته او په دې برخه کې پانګونه هم د پانګه‌والو او هم د افغانستان د خلکو په ګټه ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.