ترینکوټ (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د اروزګان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یوه کس خپل ورور له لفظي شخړې وروسته د چړې په ګزارونو وژلی دی.
د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یوه کس خپل ورور له لفظي شخړې وروسته د چړې په ګزارونو وژلی او له سیمې تښتېدلی دی.
هغه وویل وژل شوی کس ګران نومېده او له ورور سره یې پر یوه کورنۍ موضوع شخړه رامنځته شوې وه.
د نوموړي په خبره، پولیسو د قاتل د نیولو هڅې پیل کړې دي.
د یادونې ده، شاوخوا درې میاشتې مخکې هم په ترینکوټ ښار کې د تره د زامنو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP