کندهار (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ریاست اړوند د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري تېره میاشت ۳۳ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول محمدحنیف حقمل پژواک خبري اژانس ته په رالیږل شوې اعلامیه کې ویلي، د کندهار په مرکز او ۱۹ ولسوالیو کې تېره میاشت ۴۲ زره ۳۰۰ جریبه ځمکه تر بررسۍ لاندې وه چې له ډلې یې ۳۳ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه.
اعلامیه کې ویل شوي، له غصب څخه د دولتي ځمکو خلاصول یې لومړیتوب دی او هیچاته به اجازه ورنکړي چې امارتي ځمکې د شخصي ګټې په موخه وکاروي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په کچه لسګونه زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو خلاصه او د دولتي ځمکو په بانک کې یې ثبت کړې ده.
امین
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP