Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وایي چې سبا (دوشنبه) د دواطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.

یاد بانک نن پر خپله اېکس پاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابروي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینه وایي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

د افغانستان بانک د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې زمري میاشتې په ۲۳مه هم د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.