ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې روان کال د اورلګېدنې شاوخوا ۹۰ پېښې رامنځته شوې دي

ننګرهار کې روان کال د اورلګېدنې شاوخوا ۹۰ پېښې رامنځته شوې دي

author avatar
25 Aug 2024 - 15:58
ننګرهار کې روان کال د اورلګېدنې شاوخوا ۹۰ پېښې رامنځته شوې دي
author avatar
25 Aug 2024 - 15:58

جلال‌اباد (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار اور وژنې او اطفایې مديريت مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د اور لګېدنې ۹۱ پېښې رامنځته شوې دي چې خلکو ته په کې شاوخوا ۴۵ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.

مسوولين وايي، د اور وژنې د ډلګيو د هڅو پايلو کې په همدغو پېښو کې د څه باندې دوه ميليارده افغانيو د زيانونو مخه نيول شوې ده.

مسوولین د خلکو بې‌غوري او د اورلګېدنې د مخنيوي د تدابيرو نه مراعتول په ټوله کې د اور لګېدنې لاملونه په ګوته کوي.

د ننګرهار ولايت د اور وژنې او اطفایې مدير مومن‌خان رشید پژواک خبري اژانس ته وویل، روان کال په دغه ولايت کې د اور لګېدنې ۹۱ پېښې رامنځته شوې دي چې خلکو ته يې ۴۵ ميليونه او ۴۰ زره افغانۍ زيان اړولی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د اور وژنې د ټيمونو د ورتګ په پايله کې د پېښو په ځايونو کې ګڼې مېرمنې او ماشوم له مرګ او ژوبلې ژغورل شوي او دغه راز يې له دوه ميليارده د زياتو افغانيو د زيان اوړېدو مخه هم نيولې ده.

د اور وژنې مدير د دغو اورلګېدنو لاملونه د خلکو بې‌احتياطي او د اورلګېدنې د مخنيوي د تدابيرو نه مراعتول په ګوته کوي.

دغه راز، د ننګرهار ولايت د اور وژنې مديريت د اور وژنې او ژغورنې امر محمدقاسم مبارز وايي: «موږ الحمد الله ډېر اورونه مړه کړي، لویې او وړې پېښې مو مهار کړي، هڅه مو همدا ده چې ډېر ژر د پېښې ځای ته ځان ورسوو.»

عام خلک بیا له خلکو د احتياط او له اړوندو ادارو څخه د دې ستونزې د حل لپاره د عامه پوهاوي غوښتنه کوي.

د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي شهريار خليلي پژواک ته وویل، خلک بايد د خپل ژوند، مال او کورنۍ د ساتنې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي خو اړوندې ادارې هم بايد خلکو ته د اور د مخنيوي او وژنې لارو چارو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

بلخوا، د اور وژنې د چارو يو کارپوه عمران مياخېل پژواک ته وویل، خلک بايد د ودانيو د جوړولو پر مهال د اور وژنې سټنډرډونه او معیارونه په پام کې ونيسي او لږ تر لږه بايد په هر کور کې داسې وسيله وي چې په لومړي سر کې پرې اور مهار شي.

هغه زیاته کړه: «زموږ هیله دا ده کله چې يو څوک يو ساختمان جوړوي، هغه لپاره بايد هغه کوم سټنډرډونه چې د انجینرۍ دي، هغه که د اوروژنې د تدابيرو دي او يا نورو برخو دي، په پام کې ونيول شي.»

خو د ننګرهار د اور وژنې او اطفايې رياست مسوولين وایي، دوی د خلکو د عامه پوهاوي لپاره بېلابېلې برنامې په تېر کال کې پلې کړې دي.

د دې ادارې مدير مومن خان رشيد پژواک ته وویل چې پر نورو پروګرامونو سربېره وخت ناوخت دوی د جلال‌اباد ښار د تېلو مارکېټونو او د تېلو پمپ سټېشنونو ته ورځي او هغوی ته د احتياطي تدابيرو اړوند سپارښتنې کوي.

د يادولو ده، جلال‌اباد ښار نهه ناحيې لري چې پنځه يې پخوانۍ يا مرکزي ناحیې دي چې د روان کال د اورلګېدنې ډېری پېښې هم په همدغو ناحيو کې رامنځته شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.