ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټيلګرام بنسټګر په فرانسه کې نیول شوی

د ټيلګرام بنسټګر په فرانسه کې نیول شوی

author avatar
25 Aug 2024 - 16:18
د ټيلګرام بنسټګر په فرانسه کې نیول شوی
author avatar
25 Aug 2024 - 16:18

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): رسنیو راپور ورکړی چې د فرانسې پولیسو د ټيلګرام بنسټګر او اجرایی مدیر پاول دوروف پاریس ته نږدې په هوايي ډګر کې نیولی دی.

رویټرز اژانس د فرانسوي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې پولیسو د هغه د نیول کېدو د حکم پر اساس چې مخکې صادر شوی و، دغه اقدام کړی دی.

۳۹ کلن پاول دوروف چې په خپله شخصي الوتکه کې د سفر په حال کې و، پرون ماښام د فرانسې د پلازمینې د شمال په لوبورژه هوايي ډګر کې ونیول شو.

راپور کې راغلي چې دوروف ټيلګرام کې جنايي فعالیتونو ته د اجازې ورکولو په تور نیول شوی دی.

ټيلګرام تر اوسه د دغه پلټفارم د اجرایي مدیر نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.