کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي خبرداری ورکړی چې که د ایران د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو برید وشي، اشغالي سیمې به په «سوځېدلې ځمکه» بدلې کړي.
تسنیم خبري اژانس د محبي له قوله راپور ورکړی چې ایراني ساینسپوهان به د انرژۍ زیانمن شوي تاسیسات بېرته ورغوي؛ خو د هغه په وینا، که پر دغو تاسیساتو برید وشي، د اشغال شوو سیمو اوسېدونکي به بېځایه شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د بریدونو په اړه ترینګلتیاوې روانې دي.