کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی چې راتلونکې میاشت له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ او د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره غونډه وکړي، څو د اوکراین د څلورکلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.
والسټرېټ ژورنال د یوه پخواني روسي استخباراتي افسر له قوله چې له دې موضوع خبر دی، پرون (یکشنبه) راپور ورکړی چې پوتین دغه وړاندیز د اکټوبر په نهمه له ټرمپ سره په ټیلېفوني خبرو کې مطرح کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د دواړو ولسمشرانو دغه ټیلېفوني خبرې په هغه وخت کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د روسیې د ډېزلو پېرلو پر یوه هوکړه تمامې شوې وې.
والسټرېټ ژورنال د هغو کسانو له قوله چې له خبرو خبر دي، راپور ورکړی چې کرملین وړاندیز کړی چې دغه درېاړخیزه غونډه دې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو(APEC) سازمان د راتلونکې غونډې په څنډه کې جوړه شي.
ټاکل شوې چې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو راتلونکې غونډه د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین په شېنجن ښار کې جوړه شي.
په همدې حال کې، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف والسټرېټ ژورنال ته ویلي چې د دې احتمالي لیدنې په اړه خبرې روانې دي.
هغه زیاته کړې: «لا هم د دې لیدنې د اصل او احتمالي اجنډا په اړه روښانه درک نشته؛ خو درې واړه لوري د داسې یوې غونډې د جوړېدو احتمالي امکان مني.»
د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي هم والسټرېټ ژورنال ته ویلي چې ټرمپ تر اوسه له دې غونډې سره موافقه نه ده کړې، خو ښايي له دغه وړاندیزه هرکلی وکړي.
د راپور له مخې، د ټرمپ او پوتین ترمنځ د روسیې د ډېزلو پېرلو هوکړه او د مسکو پر وړاندې د ځینو بندیزونو لغوه کولو اړوند اجرائیوي فرمان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له نیوکو سره مخ شوي دي.
زلنسکي خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات ښايي پوتین د جګړې دوام ته وهڅوي او د جګړې د اوږدېدو لامل شي.