ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي

بغلان کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي

author avatar
26 Aug 2024 - 13:48
بغلان کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي
author avatar
26 Aug 2024 - 13:48

پلخمري (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې نږدې ۱۹ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست د خوارځواکۍ څانګې مسوول ډاکټر عبدالرحمن الفت له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دوی له لوري خلکو ته د خوارځواکۍ په اړه د پوهاوي له ورکولو وروسته په دغه ولایت کې روغتیایي مرکزونو ته د خوارځواکو ماشومان د مراجعې کچه لوړه شوې چې د تېر کال د وروستیو شپږو میاشتو په پرتله شاوخوا ۳۱ سلنه ډېروالی ښیي.

هغه وایي، د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د بغلان روغتیايي مرکزونو ته پر خوارځواکۍ اخته ۱۴ زره ۴۸۳ ماشومان ور وړل شوي وو چې له ډلې یې پنځه زره ۱۲۵ ماشومان سخت پېژندل شوي او له یوې مودې بستر وروسته کورونو ته رخصت لېږل شوي وو، خو د سږ کال په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۸ زره ۹۸۷ ماشومان روغتیایي مرکزونو ته ور وړل شوي او له دوی سره ثبت شوي دي.

د هغه په خبره، سږ کال بیا د سختو او بستر شوو خوارځواکو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله کم شوی او یوازې درې زره ۸۴۲ ناروغان بستر شوي دي.

هغه ونه ویل چې په دغه ولایت کې ولې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ ناروغي ډېره شوې، خو روغتیاپالان بې‌وزلي، د خوړو د منظم سیسټم نشتوالی او ماشوم ته د مور د شیدو نه ورکول د دې ناروغۍ اصلي لاملونه بولي.

ورته مهال، د حنظلې په نوم یوه مور چې خپل دوه غبرګوني ماشومان یې پلخمري کې ملکي روغتون ته راوړي وايي، ماشومان یې ډېر کمزوري شوي او ډاکټرانو ورته ویلي چې باید بستر یې کړي.

هغه وايي، نه پوهېږي چې ماشومان یې څه ناروغي لري، خو په خبره یې، ډاکټرانو ډاډ ورکړی چې له بستر کولو سره به یې روغتیا ښه شي.

د روبینې په نوم یوه بله مېرمن چې خپله لس میاشتنۍ لور یې دوه ورځې مخکې په دغه روغتون کې بستر کړې وايي، ډاکترانو ورته ویلي چې لور یې پر خوراځواکۍ اخته شوې او وزن یې کم شوی دی.

د یادونې ده، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ‌وال پروګرام د روان میلادي کال په مې میاشت کې ویلي وو، افغانستان کې درې ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.