ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور – هرات لویه لار له څلور میاشتني ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه

د غور – هرات لویه لار له څلور میاشتني ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه

author avatar
27 Aug 2024 - 16:37
د غور – هرات لویه لار له څلور میاشتني ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه
author avatar
27 Aug 2024 - 16:37

فېروزکوه (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۳): د غور ځايي مسوولین وايي، د غور – هرات لویه لار چې د سېلاب له امله د دغه ولایت په «رده بندان» سیمه کې ویجاړه او د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د غور د ټولګټو رییس مولوي عبدالکریم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لاره د سیمه‌ییزې ادارې او خلکو په ملاتړ بېرته د موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د دغه ولایت د ځايي ادارې د رهبرۍ د پرله‌پسې هڅو په ترڅ کې د غور ټولګټو ریاست د خلکو په همکارۍ وکولا شول د غور – هرات لویه لار چې د وروستیو سېلابونو له امله د دغه ولایت په دره بیدان او د شهرک ولسوالۍ په کمنج کلي کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانیزي.»

بلخوا، د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو ځیني چلوونکي د ځايي مسوولینو له دغه اقدامه هرکلی کوي او وايي، له دې مخکې یې په سختۍ سره د «جلګه مزار» له لارې هرات ولایت ته تګ راتګ کاوه.

د غور - هرات پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي موټر چلوونکي وکیل‌احمد وايي: «سېلابونو ډېری سړکونه خراب کړي، څلور میاشتې کېږي چې موږ د جلګه مزار له لارې هرات او له هراته غور ته مسافرین راوړو، ډېر په مشکلاتو، لاره اوږده او خرابه ده، دا چې دغه لار خلاصه شوه، مننه کوو.»

په همدې حال کې، د یوه باروړونکي موټر چلوونکي عبدالبصیر رحیمي هم د یادې لارې له پرانیستل کېدو خوښ دی او وايي چې خپل مقصد ته تر رسېدو به یې څو شپې او ورځې سفر کاوه.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.