ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې په درېیو جلا پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

سمنګان کې په درېیو جلا پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

author avatar
28 Aug 2024 - 13:28
سمنګان کې په درېیو جلا پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی
author avatar
28 Aug 2024 - 13:28

ایبک (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس ځانوژنه کړې، یو کس په اوبو کې د ډوبېدو او بل د غره ښویېدنې پېښو کې مړه شوي دي.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار د ګل‌قشلاق کلي یوه ۴۰ کلن اوسېدونکي په خپل باغ کې ځان راځوړند کړی او مړ شوی دی.

رحماني زیاته کړه چې دغه پېښه پرون د شپې ناوخته شوې ده.

هغه زیاته کړه، لومړنۍ څېړنې ښیي چې دغه سړي رواني ستونزه درلوده او په اړه یې نورې پلټنې روانې دي.

بلخوا، د سمنګان د والي ویاند مفتي عصمت‌الله مرادي وايي چې پرون د دغه ولایت د خرم‌سارباغ ولسوالۍ د سرو ازان کلي په مربوطاتو کې یو کس په اوبو د ډبېدو له امله مړ شوی دی.

مرادي زیاته کړه، یو بل کس د دغه ولایت په روی‌دواب ولسوالۍ کې د غره ښویېدو له امله مړ شوی دی.

نوموړي وویل چې دغه کس د روی‌دواب ولسوالي د مدیرک کلي اړوند څاروي څرول چې کول رحمت ساحې ته نږدې د غره ښویېدو پېښه کې مړ شوی دی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.