کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې له دوو موسسو سره یې د ۱۸۸ زره او ۷۶۶ امریکایي ډالرو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کډوالو چارو وزارت تېره ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد هوکړهلیکونه د «پیشرو انکشافی افغان» او «EPEK INTERNATIONAL» موسسو سره لاسلیک شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه هوکړهلیکونه د کډوالو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو د استازو ترمنځ لاسلیک شول چې ارزښت یې ۱۸۸ زره او ۷۶۶ امریکایي ډالر دی.
سرچینه زیاتوي، د «پیشرو انکشافی افغان» موسسه به ۱۷۵ زره او ۵۹۰ ډالر په بامیان لایت کې د ۲۶۱ کسانو لپاره د ګلدوزۍ زوزنیزو زدهکړو او د سوداګرۍ پراختیا برخو کې لګوي.
دغه راز، د «EPEK INTERNATIONAL» موسسه به ۱۳ زره او ۱۷۶ امریکايي ډالر د کابل ولایت د استاد خلیلالله خلیلي ښارګوټي کې د ۳۵۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبو برابرولو برخه کې ولګوي.
د کډوالو چارو وزارت د تېرې زمري میاشتې په ۳۰مه هم له دوو موسسو سره د څه باندې ۴۹ میلیون او ۸۶۹ زره افغانیو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP