ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روحاني: ځوانان دې له پردي کلتورونو ځانونه وساتي

روحاني: ځوانان دې له پردي کلتورونو ځانونه وساتي

author avatar
3 Sep 2024 - 17:09
روحاني: ځوانان دې له پردي کلتورونو ځانونه وساتي
author avatar
3 Sep 2024 - 17:09

خوست‌ښار (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د خوست والي وایي، ځوانان دې له پردي کلتورونو ځانونه وساتي او خپل کلتور ته دې ارزښت ورکړي.

دا څرګندونې د خوست والي عبدالقیوم روحاني نن د رسنیو له استازو او ځوانانو سره په يوه ګډه ناسته کې وکړې.

روحاني ناستې ته په خپلو خبرو کې وويل چې ځوانان دې د خپلو پلرونو او نیکونو کلتور او ارزښتونه ژوندي کړي او له پردي کلتورونو دې ځانونه وساتي.

روحاني دغه راز ناستې ته په خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سرې خولۍ پردی کلتور یاد کړ او له ځوانانو یې غوښتنه وکړه چې له دا ډول  کړنو لاس واخلي او خپل ملي او کلتوري ارزښتونه په پام کې ونیسي.

دی زياتوي: «یو ځوان راولاړیږي، دلته په خپله خولۍ لیکلي چې شهید ګیلامن، زه دا نه وایم چې د یو چا به د بل چا سره محبت نه وي، وي به، دا غیر اختیاري ده خو کله چې یو ځوان په خپله خولۍ د بل ملک فرهنګ لیکي نو د دې لپاره خو دا نه ده مناسبه چې دی ووايي چې ما د ځان لپاره دلته یو فرهنګ درلود، دغه څوک چې دا څه کوي تاسې ووایئ چې دا د بل چا د فرهنګ ښکار شوی دی که نه دی؟»

ورته مهال، په سوېل‌ختیځ زون کې د سرې میاشتې رییس منهاج‌الدین هاشمي په دې ناسته کې بيا وویل چې هېواد یوازې پر دیني علومو نه جوړیږي، بلکې اوس د هېواد جوړونې لپاره تر ټولو زیاته عصري زده‌کړو ته اړتیا ده.

دی وايي: «هېواد یوازې په دیني علومو نه جوړیږي، دا امارت او نړۍ ته واضح خبره ده، موږ همدا رقم سیاسي علومو ته اشد ضرورت لرو، زموږ هېواد له سېلابونو او مشکلاتو نوی راوتلی دی.»

په همدې حال کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني وویل چې په دغه ولایت کې یې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د خپلسرو کړنو مخه یې نيولې او لا هم هڅې روانې دي چې د رسنیو لپاره شته ستونزې حل کړي.

هغه وويل: «رسنیو پخوا هم خپل فعالیتونه کړي، ولې په اوسني وخت کې ټول فعالیتونه یې د اسلام له مقدس دین سره برابر او همداسې به دوام وکړي، د خوست رسنۍ، فرهنګیان او لیکوالان په ټوله معنا د افغانستان له اسلامي امارت سره ولاړ دي.

دغه راز، په دې غونډه کې د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو هواري ډاډ ورکړل شو او د دې ترڅنګ ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر رامځته کولو هم خبرې وشوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.