ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د وړمې ورځې برید په کور دننه او بهر غندل شوی

د کابل د وړمې ورځې برید په کور دننه او بهر غندل شوی

author avatar
4 Sep 2024 - 12:39
د کابل د وړمې ورځې برید په کور دننه او بهر غندل شوی
author avatar
4 Sep 2024 - 12:39

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو په کابل ښار کې د وړمې ورځې برید په سختو ټکو غندلی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وړمه ورځ وویل چې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه کس په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې شپږو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د ځینو راپورونو له مخې، د دغه برید په قربانیانو کې د فرمانونو پلي کېدو ادارې (پخوانۍ لویې څارنوالۍ) کسان هم شامل وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ پر خپله اېکس‌پاڼه دغه برید غندلی او لیکلي یې دي چې دا ډول تاوتریخوالی د توجیه وړ نه دی.

هغه د یاد برید قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او لیکلي یې دي چې مسوول کسان باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم دغه برید غندلي او لیکلي یې دي چې د بې ګناه خلکو په نښه کول هیڅ توجیه نه لري.

د افغانستان لپاره د ښځو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم لیکلي: «زه په کابل کې پرونی بې‌رحمانه تروریستي برید په کلکه غندم، د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا هیله کوم.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره چې د کابل ښار په قلعه بختیار سیمه کې د چاودنې له امله زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي، دغه تروریستي عمل په کلکه غندم او خپل د ډاډګېرنې مراتب د دې غمجنې پېښې د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوم او زخمیانو ته یې د عاجلې روغتیا استدعا کوم.»

د پخواني حکومت پر مهال د پارلماني چارو وزیر ضیاوالحق امرخېل هم لیکلي: «متاسفانه د کابل دارالامان ته څېرمه پېښه کې زموږ ګل ګل وطنوال شهيدان شوي؛ متاسفانه چې هېوادوال نور له غندلو او تسليته ستړي شوي خو لا هم نه پوهېږو چې له دې بدبختيو به کله خلاصون مومو او يو بل به د الفاظو پر ځای کله په عمل کې منو.»

هغه دعا کړې چې نور له افغانستانه د وينې تويېدو لمن د تل لپاره ټوله شي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، داعش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.