Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امر بالمعروف وزارت: پکتیکا کې هغه کس چې غیرشرعي او خرافاتي کړنې یې ترسره کولې، نیول شوی

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې محتسبینو په پکتیکا ولایت کې هغه کس نیولی چې د پیر او مرشد په نومونو یې په ټولنه کې غیرشرعي او خرافاتي کړنې ترسره کولې.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست محتسبینو هغه کس نیولی چې د پیر او مرشد په نومونو یې په ټولنه کې غیرشرغي او خرافاتي کړنې ترسره کولې.

خبرپاڼه کې راغلي، یاد کس د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

سرچینې د خلکو له قوله لیکلي، ورته مهال ځایي اوسېدونکي د امر بالمعروف وزارت کړنې ستايي او وایي چې کوډګر او دا ډول خرافاتي اشخاص ډېر وخت خلک په خپلو خبرو تېر باسي او په ټولنه کې د غیرشرعي کړنو ترسره کولو ته لار هواروي، نو هغوی له مسوولینو غوښتنه وکړه، څو یاده برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر وزارت مسوولینو ویلي چې د هېواد په کچه د کوډګرو د فعالیتونو مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او چا ته به اجازه ور نه‌کړي چې په خپلو ناوړه کړنو او خبرو خلک تېر باسي او د شریعت خلاف کړنې ترسره کړي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د امر بالمعروف وزارت له لوري د کوډګرو پر فعالیت له بندیز وروسته تر دې مهاله سلګونه کوډګر او د دغه ډول غیر شرعي کړنو ترسره کوونکي نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر وزارت د روان کال په غبرګولي میاشت کې ویلي وو چې کابل ښار کې یې یو «حرفه‌یي» کوډګر نیولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.