ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مینه‌وال: فراه کې د ځمکې لاندې اوبو کچه شاوخوا ۳۰ متره ټيټه شوې

مینه‌وال: فراه کې د ځمکې لاندې اوبو کچه شاوخوا ۳۰ متره ټيټه شوې

author avatar
4 Sep 2024 - 16:35
مینه‌وال: فراه کې د ځمکې لاندې اوبو کچه شاوخوا ۳۰ متره ټيټه شوې
author avatar
4 Sep 2024 - 16:35

فراه ښار (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۳): د فراه د اوبو او برېښنا رییس وايي چې په دغه ولایت کې له ۱۴۰۱ کال راهیسې تر اوسه د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲۰ تر ۳۰ مترو پورې ښکته شوې ده.

بلخوا، د فراه خلک هم شکایت کوي چې ورځ تر بلې په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټېږي‎ او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د شیوان کلي یوه اوسېدونکي نوراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې پخوا په دې سیمه کې له ۳۰ تر ۴۰ مترو پورې اوبه راوتې او خلکو به ۶۰ یا ۷۰ متره څاه‌ګانې کېندلې.

خو دی وايي چې اوس په ۶۰ یا ۷۰ مترو کې اوبو راوځي او خلک اړ دي چې ۹۰ یا سل متره څاه وکېندي.

دغه‌راز، د دغه ولایت د بکواه یوه اوسېدونکي غلام سخي جمالي هم پژواک ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې په تېرو دوه یا درېیو کلونو کې د اوبو کچه ډېره ښکته شوې ده.

هغه وايي: «دلته ځینو کسانو برمې وهلې دي، له ۱۸۰ تر ۲۵۰ مترو پورې یې څاه‌ګانې وهلې دي، له همدې امله اوبه ډېرې ښکته تللې دي، خلک په ډېرو مشکلاتو کې دي حتی ډېر خلک د څښاک لپاره هم اوبه نه لري.»

د جمالي په وینا، په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت له امله په ځینو ځایونو کې د خلکو کرنیز فصلونه وچ شوي او له منځه تللي دي.

همدارنګه په فراه ښار کې یوه مدني فعال محمدیونس څپاند پژواک ته وویل، که په دغه ولایت کې د اوبو کچه همداسې مخ پر ښکته روانه وي، خلک به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

څپاند زیاتوي: «ډېر خلک د اوبو په مصرف کې بې‌پروایي کوي، کله چې لمر پورته شي تر لمر لوېدلو پورې یې سولران روښانه وي او اوبه را کاږي چې تر ډېره بې‌ځایه مصرفېږي، خلک باید د خپلو فصلونو اوبو کولو لپاره له قطره‌یي سیسټم څخه استفاده وکړي.»

د دغه ولایت یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې، د یادې ستونزې د حل په موخه یې له حکومته د چکډیمونو جوړولو غوښتنه وکړه.

بل لورته، د فراه د اوبو او برېښنا رییس ملا برهان‌الدین مینه‌وال پژواک ته وویل چې له ۱۴۰۱ کال تر اوسه په دغه ولایت کې له ۲۰ تر ۳۰ مترو پورې د ځمکې لاندې اوبو کچه ښکته شوې ده.

هغه زیاتوي: «مونږ هره میاشت ارقام اخلو په هره سیمه کې فرق کوي، په ځینو ځایونو کې ۲۰ متره، په ځینو کې ۲۵ او په ځینو کې ۳۰ متره د زیر زمیني اوبو سطحه ښکته شوې ده.»

د هغه د معلوماتو له مخې، سږ کال د ورښتونو کچه ښه وه؛ نو د ځمکې لاندې اوبو کچه هم ورسره یو څه لوړه شوه خو اوس بېرته مخ پر ښکته روانه ده.

نوموړی وایي چې عمومي وچکالي او د خلکو له لوري د برمو وهل په دغه ولایت کې د اوبو کچې د ټیټوالي لاملونه دي.

ورته وخت کې د فراه د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي عبدالغني عابد هم تایید کړه چې په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، دوی داسې کوم هدایت نه لري څو خلکو ته ووايي چې برمې دې نه وهي، خو زیاتوي چې خلک باید هغه نباتات وکري چې لږو اوبو ته اړتیا لري.

د یادونې ده، د فراه سیند د کال په ډېرو میاشتو کې اوبه نه لري؛ ځکه د دغه ولایت کروندګر د ځمکې لاندې اوبو په وسیله خپل کرنیز فصلونه خړوبوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.