ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: تېرو نږدې شپږو میاشتو کې ۱۱۵۱ افغان ماشومان رد مرز شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: تېرو نږدې شپږو میاشتو کې ۱۱۵۱ افغان ماشومان رد مرز شوي

author avatar
8 Sep 2024 - 14:12
د کار او ټولنیزو چارو وزارت: تېرو نږدې شپږو میاشتو کې ۱۱۵۱ افغان ماشومان رد مرز شوي
author avatar
8 Sep 2024 - 14:12

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۳): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د روان ۱۴۰۳ کال له پیله تراوسه پورې له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څخه ۱۱۵۱ افغان ماشومان رد مرز شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان کال له پیله تر دې مهاله ۱۱۵۱ رد مرز شوي ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه ماشومان ډېری له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو څخه رد مرز شوي دي.

نوموړی وایي چې د دغو ماشومانو ډېرې کورنۍ په افغانستان کې دي او دوی یادو هېوادونو ته په ناقانونه توګه تللي وو.

هغه وویل: «البته د ځينو ماشومانو کورنۍ که دلته نه وي او یا تر هغه وخته پورې چې کورنۍ یې پیدا کېږي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یادو ماشومانو لپاره د هلکانو جلا او د نجونو لپاره جلا حمایوي مرکزونه لري.»

ابراهیمي زیاتوي، په یادو مرکزونو کې تر هغه وخت پورې د هغوی ساتنې او پالنې ته ادامه ورکول کېږي، تر څو چې کورنۍ یې پیدا کېږي.

د ده په وینا، په ټولو ځمکنیو بندرونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکي موجود دي او هغه ماشومان چې له بهرنیو هېوادونو څخه رد مرز کېږي، هلته یې دوی ثبتوي.

د نوموړي په خبره، که چېرته ماشومان د خپلو کورنیو دقیق ادرس ولري، نو کورنۍ یې چې په کوم ولایت کې وي په هماغه ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست ورسره اړیکه نیسي او کورنۍ یې ورته پیدا کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي، که چېرته په خپلو ولایتونو کې د دغو ماشومانو کورنۍ ژر پیدا نه شي او یا یې هم ادرسونه دقیق نه وي، یاد ماشومان د ساتنې او پالنې لپاره کابل ته را انتقالېږي او د دغه وزارت په حمایوي مرکزونو کې ساتل کېږي.

نوموړی وایي چې د یادو رد مرز شوو ماشومانو عمرونه مختلف دي.

د ابراهیمي په خبره، هغه ماشومان چې کورنۍ یې په یادو هېوادونو کې وي او هغوی افغانستان ته رد مرز کېږي، د اسلامي امارت مربوطه ادارې هلته د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې له دغو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او غوښتنه یې ترې کړې چې کم عمره ماشومان رد مرز نه کړي.

هغه دا هم وویل چې په دې اړه هلې ځلې روانې دي، څو راتلونکې کې داسې څه تکرار نه شي.

نوموړي له هغو کورنیو څخه چې خپل ماشومان په ناقانونه توګه بهرنیو هېوادونو ته لېږي، غوښتنه وکړه چې په کوم هېواد کې چې استوګن دي، د خپلو ماشومانو سمه ساتنه او پالنه دې وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.