Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رییس‌الوزراء: د ټاپي پروژې تطبیق به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته کړي

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ريیس‌الوزراء د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو د چارو د پیل مراسمو کې ویلي، دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته کړي او د دواړو هېوادونو ملتونو ته به یې ډېره ګټه ورسېږي.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ريیس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند دغه څرګندونې نن په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د چارو د پیل مراسمو کې وکړې.

د ټاپي د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي- یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې هم په افغانستان کې پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه وې پیل شوې. د ګاز د دې نل‌لیکې ۲۱۴ کیلومتره برخې کار د ترکمنستان خاوره کې بشپړ شوی او نن یې د افغانستان په خاوره کې د غځولو چارې پیل شوې.

د اېکس په بیان کې راغلي، د ريیس‌الوزراء او د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف په حضور کې نن له غرمې مخکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پرمختیایي پروژو (نفت او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) کار عملاُ پیل شو.

په هغو مراسمو کې چې په دغه مناسبت د ترکمنستان اسلیم چشمه ماري سیمه کې جوړ شوي وو او د ترکمنستان ولسمشر د ویډیو کنفرانس له لارې وصل و، تخنیکي مسوولینو ته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پرمختیایي پروژو (نفت او ګاز، انرژي او ترانسپورټ) د کار د پیل لارښوونه وشوه او یادې پروژې عملاُ پرانیستل شوې.

د اسلامي امارت ريیس‌الوزراء په خپله وینا کې د افغانستان او ترکمنستان ملتونو، د ترکمنستان ملي رهبر، ولسمشر، مسوولینو او ټولو ګډونوالو ته د دې تاریخي ورځې مبارکي وویله.

ريیس‌الوزراء وویل، نن هغه ورځ ده چې له ډېرو کلونو راهیسې یې انتظار کېده او د دواړو هېوادونو د خلکو له خوا د ډېرو ستونزو او کړاوونو په نتیجه کې نن د دې سترو پروژو چارې پیل شوې.

نوموړي د دغو مهمو پروژو پرانیستې ته په اشاره وویل، دا د ترکمنستان د ملي رهبر او نورو مسوولینو د نېک نیت او عاقلانه سیاست څرګندونه کوي.

هغه ویلي، دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته او د دواړو هېوادونو ملتونو ته ډېرې ګټې ور په برخه کړي.

ريیس‌الوزراء اړوندو امارتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په امانتدارۍ، اخلاص او د هر ډول ستړو په ګاللو سره د دغو پروژو د چارو بشپړولو کوښښونه وکړي.

همدارنګه، د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف چې د ويډیو کنفرانس له لارې وصل و، د وینا پر مهال وویل: «نن موږ د ټاپي، ټاپ او څو نورو لویو پروژو د بنسټ اېښودو شاهدان یو.»

نوموړي زیاته کړه، د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو، ورورۍ، برابرۍ او ښه ګاونډیتوب اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د دغو مهمو پروژو تطبیق نه یوازې د افغانستان او ترکمنستان د ګټو، بلکې د سیمې لپاره هم ارزښت لري.

همدارنګه دغو مراسمو ته په وینا کې د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف وویل، نن د دواړو هېوادونو لپاره تاریخي ورځ ده او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان او ترکمنستان اړیکې تاریخي دي، متقابل درناوی، وروري، برابري او د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه ګاونډیتوب غوره بېلګه ده او په راتلونکي کې به دا اړیکې تر پخوا لا زیاتې پراخې شي.

د ترکمنستان ملي رهبر وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټ، مخابراتو، انرژۍ، برېښنا او نورو برخو کې همکاري د افغانستان لپاره ګټوره، د دواړو هېوادونو د حقیقي دوستي او د نوي څپرکي د پیل نمونه ده.

نوموړي وویل: «زموږ د سیاست مهمه برخه دا ده چې له افغانانو سره په اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماتیکو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو.»

قربان قلي بردي محمدوف څرګنده کړه، یادې پروژې د افغانستان د اقتصاد، صنعت او ټولنیز ژوند د ودې لپارره ګټورې دي او ۱۲ زره افغانانو ته د کار زمینه برابرېږي.

هغه دغه راز زیاته کړه: «دا پروژې به د افغانستان لپاره یو میلیارد ډالر کلنی عاید ولري، له انتخاب شوو مسیرونو په استفادې زموږ محصولات اروپا او نورو هېوادونو ته انتقالېږي او د مرکزي او جنوبي اسیا په نښلولو کې مهم رول لوبوي.»

د یادونې ده، د ټاپي ګاز نل‌لیکه هغه سیمه‌ییزه پروژه ده چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته لېږدوي.

دغه نل‌لیکه ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د لېږد کلنی ظرفیت یې ۳۳ میلیارد مترمکعب او د ترانزیټ له درکه یې افغانستان ته کلنی عاید ۴۰۰ میلیون ډالر دی.

همدارنګه د تورغونډۍ د پراختیا پروژه چې دوه مرحلې لري، له هراته تر صنوبر پورې ۲۲ کیلومتره اوږده د اورګاډي کرښې او دویمه پروژه په یاد مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د هنګرونو، تاسیساتو او فرعي اورګاډي کرښې جوړول دي چې کابو د ۴۰ میلیون ډالرو په لګښت عملي کېږي.

په همدې ترتیب نورالجهاد سب‌سټېشن د درې میلیون او ۵۳۹ زره ۲۹۵ ډالرو په لګښت د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ جوړ شو، د هرات ولایت برېښنا به ډاډمنه کړي او له ۱۱۰ څخه ۲۲۰ ته د هغې د ولتاژ په زیاتولو سره به تخنیکي ضایعات کم او نوري فایبر پروژه به افغانستان د ترکمنستان له لارې له اروپا او برعکس به ترکمنستان د افغانستان له لارې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره وصل کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.