ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د درېیو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

غزني کې د درېیو ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

 غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو ولایتونو د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د بدني روزني او ورزش امریت د نیزه‌وهنې فدراسیون مشر محمدانور اندړ پژواک ته وویل چې د اندړو ولسوالۍ په علي‌جان ورزشي لوبغالي کې د غزني، زابل او پکتیکا ولایتونو د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې.

هغه وویل، په هره لوبډله کې ۱۲-۱۲ لوبغاړي وو او دغو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې لومړی مقام د پکتیکا، دویم د زابل او درېیم ځای د غزني لوبډلې ترلاسه کړ.

ده وویل، له دغو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو د مهارتونو لوړول دي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ کوښښ کوو چې په دغه ډول سیالیو سره د کورنۍ او نړۍوالو نیزې وهنې او آس ځغلونې سیالیو لپاره کسان په نښه کړو.»

بل لور ته، لوبغاړي هم د دغه شان سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

د دغو سیالیو یوه لوبغاړي حاجي نیاز پژواک ته وویل، د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دی؛ ځکه دغه لوبه له پلرونو او نیکونو په میراث ورته پاتې ده.

نوموړي وویل: «ورزشي اداره دې موږ ته معیاري ډګرونه جوړ کړي څو آسونه په ډاډه زړه سره وځغلوو او هم دې زمینه برابره کړي چې له هېواده بهر سیالۍ کې ګډون وکړو او ویاړونه راوړو.»

د یادوني ده، نیزه‌وهنه د افغانستان یو له دودیزو لوبو څخه ده چې د غزني ترڅنګ د هېواد په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم تر سره کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.