پلعلم (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ازرې ولسوالۍ کې د بنګو ۲۵۰۰ جریب کښتونه له منځه وړل شوي دي.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو دوو ورځو راهیسې د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې ریاست په رهبرۍ د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ازره ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د له منځه وړو کمپاین پيل شوی دی.
انس زیاته کړه: «امنیتي ځواکونو د مرکز پلعلم په روس میدان سیمه کې پنځه سوه جریب او د ازرې ولسوالۍ په خړې تېږې، خړ ورسک، تور کاڼي او ګورګاڼې سیمو کې شاوخوا ۲ زره جریب بنګې له منځه وړې دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه عملیات به تر هغه دوام وکړي څو په دغه ولایت کې د نشهيي توکو ټول کښتونه له منځه نه وي وړل شوي.
دغه راز، د ازرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حنیفالله پژواک ته وویل، که څه هم چې حکومت اعلان کړی و خو بیا هم د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې خلکو بنګې کرلې وې.
هغه غوښتنه وکړه چې حکومت باید له خلکو سره د بدیل کښتونو او وسایلو برخو کې همکاري وکړي څو بنګې ونه کري.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم په لوګر کې د نشهيي توکو زرګونه جریب کښت له منځه وړل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP