کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د ادارې مسوولین وايي چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د اسلامي امارت ۳۵ زره «مجاهدین» د دې ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې د ادارې او مدیریت برخو کې پر زدهکړو بوخت دي.

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرامونو په دوام نن (سهشنبه، د وږي ۲۰مه) د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د یوې غونډې په ترڅ کې خپلې د یوه کال لاستهراوړنې وړاندې کړې.

د یادې ادارې مسوولینو د غونډې په پیل کې وویل چې تخنیکي او مسلکي زدهکړې د مسلکي کاري ځواک په روزنه او پراختیا کې مهم رول لري او دغه بشري سرمایه له تختیکي پراختیا، کارموندنې، د بېوزلۍ کمېدو او د هېواد له اقتصادي ودې سره مستقیمه اړیکه لري.

د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست مولوي غلامحیدر شهامت وویل، د خدمتونو د کیفيت او کميت او د یادې ادارې د کاري پروګرامونو د کچې لوړولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو پنځه کلنه ستراتیژي منظور او پلې شوې ده.

د هغه په وینا، تېر کال د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي بېلابېل پروګرامونه په لاره واچول شول، دوه محصلین او دوه استادان هم د نوښت سیالۍ کې د ګډون لپاره چین ته لېږل شوي دي.

شهامت زیاته کړه چې د تېر یوه کال په لړ کې له ۱۶ کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي او له ۲۵ کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د پراختیا او ښه کېدو لپاره لازمې همغږۍ شوې دي.

د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست وویل، په تېر کال کې د هېواد د غوره نوښتونو نندارتون جوړ شو او ۱۵۲ ابتکاري پروژې د پلې کېدو لپاره امارتي بنسټونو ته ورپېژندل شوې دي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال د اسلامي امارت ۳۵ زره «مجاهدین» د ادارې او مدیریت برخو کې پر زدهکړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولینو په یاده غونډه کې وویل چې تېر کال په ټول هېواد کې ۸۰ زره زدهکوونکې د مسلکي او تخنیکي زدهکړو لپاره په دې اداره کې جذب شوي او ۱۹ زره نور بیا فارغ شوي دي.

د هغوی په وینا، تېر کال د یادې ادارې په چوکاټ کې ۲۹ څانګې رامنځته شوې او اوسمهال د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره کې ۱۰۳ څانګې شتون لري.