کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وایي چې له تېر حکومت څخه پر نظام باندې د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو له پاتې پورونو څخه ۲،۷ میلیارده افغانۍ یې ورکړل شوې دي.
مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له پرېکړه سره سم د مالیې وزارت له لوري له تېرې ادارې څخه پر نظام باندې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو له پاتې پورونو څخه ۲،۷ میلیارده افغانۍ پور ورکړل شوی دی.
مالیې وزارت زیاته کړې، له دغو بهرنیو بنسټونو له جملې نړۍوال بانک ته څه کم ۹۱۰ میلیونه افغانۍ او اسیایي پراختیایي بانک ته نږدې ۱،۹ میلیارده افغانۍ بېرته ورکول شوې دي.
سرچینې ویلي، سربېره پر دې د مالیې وزارت په روان ۱۴۰۳ کال کې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو د پورونو د ورکړې په موخه له ملي بودجې څخه یوه اندازه پیسې ځانګړې کړې دي چې د پور ورکوونکو بنسټونو له غوښتنې او د اسلامي امارت د رهبرۍ له هدایت سره سم به یادو بنسټونو ته ورکړل شي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې له هیڅ کوم بهرني هېواد یا بنسټ څخه پور نه دی اخیستې، بلکې هڅه کوي چې له تېرې ادارې څخه پاتې پورونه هم له شوي قرارداد سره سم د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ بېرته ورکړي؛ څو افغانستان د هیڅ کوم هېواد یا بنسټ پوروړی پاتې نه شي.
خو سرچینې پر تېر نظام باندې د پاتې پورونو د اندازې په اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP