اسعداباد (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ «د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې» په مالي همکارۍ نن د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
د یادو پروژو د پیل په موخه جوړو شوو مراسمو کې د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس شمسالرحمن سېلاب وویل، د یادو شبکو په جوړېدو سره به د سرکاڼو ولسوالۍ نږدې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې برابرې شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پر دغو پروژو لسنیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې «د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې» له لوري ورکول کېږي.
هغه وویل: «زه مننه کوم د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې څخه چې زموږ په وړاندیز یې هغو کورنیو ته د څښاک پاکو اسانتیاوې برابرې کړې چې پخوا یې نه لرلې.»
هغه زیاته کړه، له نړۍوالو خیریه موسسو سره یې په ګډه هڅې پیل کړې دي چې د کونړ په نورو هغو سیمو کې چې خلک یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، ورته شبکې جوړې کړي.
په همدې حال کې د سرکاڼو ولسوالۍ د سېرو او شامیرکوټ سیمو اوسېدونکي هم خوښ دي چې د څښاک د پاکو اوبو رسولو شبکې ورته جوړېږي.
د شامیرکوټ اوسېدونکي سید عاقلشاه وویل: «خوښ یم چې په سیمه کې راته د څښاک اوبو اسانتیاوې برابرېږي، موږ د اوبو په تېره د څښاک اوبو د کمښت له ستونزو کړېدو چې د دې شبکو د جوړېدو پر مټ به مو دا ستونزه اوس حل شي.»
دوی له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه چې په دغه برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د کونړ په ټولو سیمو کې خلکو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP