Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني ولایت زندان کې بندیان لپاره د یوې ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې

د غزني ولایت زندان کې بندیان لپاره د یوې ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د غزني سېمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په زندان کې د بندیانو لپاره د اووه میلیون افغانیو په ارزښت د یوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د غزني ولایت د د زندان رئیس قاري عبدالغني عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد بلاک د زندانیانو لپاره جوړېږي چې په یوځای به د٢٠٠ زندانیانو ځای کېدو ظرفیت ولري.

هغه وویل، د یادي ودانۍ چارې به په دوه نیمو میاشتو کې بشپړې شي او اووه میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

دی وایي، د غزني زندان بلاکونه ډېر پخواني دي چې د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال جوړ شوي او ټول ټال د ۲۵۰ تنو زندانیانو د ځایکېدو ظرفیت لري.

د یادونې ده چې اوس مهال غزني زندان کې تر ۴۰۰ کسانو بندیان دي چې ډېری یي د ځای نشتون له امله زون مرکز ګردیز ته استولکېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.