Language

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان ټپيان شوي

میدان‌ښار (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان ټپيان شوي دي.

د میدان‌وردګو امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ناوخته د سیداباد ولسوالۍ اړوند د ټوپ دښته د یوه سراچه او ټوډي موټر ترمنځ ټکر شوی دی.

سرچینه وايي چې په دې پېښه کې ۱۱‍ کسان ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې پېښې ټپیان د امنیتي کسانو له لوري سیمه‌ییز روغتون ته انتقال شوي دي.

سرچینې د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي خو ډېری مهال دغه شان پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.