Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې یو شمېر وسلې او مهمات نیول شوي

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې یوې شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې وسلې او مهمات د ۲۰۳ منصوري قول اردو له لوري د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالۍ د مندو سعادات کلي کې نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې په ترلاسه شوو وسلو کې درې میله کلاشنکوفونه، یو میل روسۍ پیکاه، یو قبضه راکټ، شپږ پایې مټرولا مخابرې، اووه قبضې لاسي دودي بمونه، ۱۱ قبضې فشنګ او یو جیمر او ګڼ شمېر نور مهمات شامل وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.