کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د یوه الماني شرکت مشر ویلي چې شرکت یې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته چمتو دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د فیلاند په نوم د یوه الماني شرکت له رییس پییر فیلاند سره په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژو کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.
سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې د فیلاند شرکت رییس وویل چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته چمتو دی.
سرچینه کاږي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یاد شرکت له لېوالتیا هرکلی وکړ او د شرکت مسوولینو ته یې په دې اړه د وزارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه، په لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو لورو تخنیکي ډلې دې د پروژې برخه کې د همغږۍ او مشخصولو په موخه په ګډه کار وکړي، څو د عملي کار د پیل لپاره زمینه برابره شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بل خبر کې ویلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور پرون په افغانستان کې د چین سفارت له تجارتي او اقتصادي مسوول ماچنګوانګ او د پاور چاینا شرکت له مسوولینو سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو خواوو په افغانستان کې د انرژۍ د تولید پروژو پلې کولو په هکله د ګډې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وکړې.
یاد وزارت ویلي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې لیدنه کې هغوی ته د انرژۍ د تولید پروژو په پلې کولو او د پانګونې زمینې برابرولو برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د چین سفارت اقتصادي مسوول ژمنه وکړه چې چین په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو د انرژۍ د تولید پروژو په پلې کولو کې ژمن دی او په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP