پلخمري (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): په بغلان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د یوې جوړې شوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ.
د سرحدونو ، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو د همغږۍ مرستیال الحاج محمدعلي جان احمد په دغه غونډه کې وویل اوسنی نظام د خلکو په قربانیو لاس ته راغلی او د پاېښت لپاره یې باید ټول سره یو موټی شي.
هغه زیاته کړه، لکه څرنګه چې افغان ولس د دغه نظام د راتګ لپاره قرباني ورکړه، اوس باید د پروپاګند مخه هم ونیسي څو هېواد د دښمن د شومو موخو ښکار نه شي.
د علماوو په استازیتوب دیني عالم شیخ سراجالدین وویل: «څو کاله وړاندې چې په هېواد کې جګړه وه، خلکو به د موقتي اوربند غوښتنه کوله. خدای په دایمي اوربند ونازولو خو د دغې سترې پېرزوینې شکرانه نه ادا کوو.»
ده وویل، اوسنی نظام یو الهی نعمت دی او لکه د خپل دین په شان یې ساتنه او ملاتړ په کار دی.
بل دیني عالم مولوي محمد جمیل هم وویل: «زه تاجک یم، له کوم تعصب پرته د اسلامي امارت مشر د خپل مشر په توګه منم، نور قومونه یې هم د یو مشر په توګه مني، اوسمهال په ټول هېواد کې هېڅ ډول توپیر شتون نه لري.»
ده وویل، د افغانانو ترمنځ نفاق بهرنیانو رامنځته کړی و او اوس د اسلامي نظام په کلکه ملاتړ کوي.
د یادې غونډې نورو ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې پر قومي یووالي او اتحاد ټیګار وکړ.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن