ژبه

یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې وشوې

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي، د اسلامي امارت د مشر د تازه حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ټولګټو وزارت د اوسپني پټلۍ پخوانی معین ملا بخت‌الرحمن شرافت، د عامي روغتیا وزارت مالي او اداري معین په توګه، د عامي روغتیا وزارت پخوانی مالي او اداري معین مولوي محمداسحق صاحب‌زاده، د ټولګټو وزارت د اوسپني پټلۍ د معین په توګه، د کندوز ولایت مخکنی والي ملا نثاراحمد نصرت، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د کلیو د ابادۍ د معین په توګه ټاکل شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه لیکلي، د ۲۰۵ البدر قول اردو پخوانی قوماندان ملا محمدخان دعوت، د کندوز ولایت د والي په توګه، د هلمند ولایت ګرېشک ولسوالۍ پخوانی ولسوال مولوي حیات‌الله مبارک، د غور ولایت د والي په توګه، د غور ولایت مخکنی والي ملا احمدشاه دیندوست، د ۲۰۵ البدر قول اردو د قوماندان په توګه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو مخکنی رییس مولوي عبدالولي اتقاني، د جوزجان ولایت د امنیه قوماندان په توګه، د هلمند ولایت د موسی‌قلعه ولسوالۍ مخکنی امنیه قوماندان ملا عبدالسلام حسیني، د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندان په توګه، د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ مخکنی د امنیت آمر حاجي نورآقا حیدر، د غور ولایت د امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">مجاهد لیکلي چې دغه راز د جوز جان ولایت مخکنی امنیه قومندان قاري حفیظ‌الله پهلوان، د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت د آمر په توګه، د ننګرهار ولایت د پوهنې مخکنی رییس مولوي عزیزالله مصطفی، د همدغه ولایت د والي د مرستیال په توګه، د کاپیسا ولایت مخکنی امنیه قوماندان محمدعثمان، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو رییس په توګه او د بهرنیو چارو وزارت مخکنی مالي او اداري معین مولوي رحمت‌الحق فضیل، د مرکزي دارالافتاء د غړي په توګه په ګمارل شوي دي.</p>