کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې په کاپيسا کې د څه باندې ۱۵۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغنیزو پروژو کار پیل شو.
د یاد وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې (د افاېاو) موسسې په مالي مرسته پلې کېږي.
د خبرپاڼې په حواله، په دغو پروژو کې د کانالونو، استنادي دېوالونو، پلونو او سربند جوړول شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د يادو پروژو په پلې کېدو سره به د اوبو د سرچينو د پیاوړتیا او دوامدار مديريت ترڅنګ، د خاورې د تخريب، د کانالونو بندېدو او د سېلابونو مخنيوي زمینه برابره شي او دغه راز به لسګونه جريب کرنيزې ځمکې او سلګونه کورونه د تخریب له ګواښه خوندي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP