Language

ځینو ولایتونو کې د رسنیزو ستونزو د حل په موخه کمېټه وټاکل شوه ‏

کابل (پژواک، ۴ تلې ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په ځینو ولایتونو کې د رسنیزو ستونزو د حل په موخه کمېټه وټاکل شوه، ترڅو اړوندو ولایتونو ته سفر وکړي او ستونزې له نږدې وڅېړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د خپرونو چارو د معينيت د سرپرست مولوي ضياءالحق حقمل پهمشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

سرچېنې لیکلي چې په دغه غونډه کې کمیسیون ته راجع شوې ستونزې او شکایتونه وڅیړل شول او له رسنیو سره د کیدونکو مرستو دشفافیت په لارو چارو بحث وشو چې په اړه يې اړين تصامیم ونیول شول.

یاد وزارت لیکلي، په ځینو ولایتونو کې د رسنیزو ستونزو د حل په موخه کمېته وټاکل شوه، ترڅو اړوندو ولایتونو ته سفر وکړي، ستونزې لهنږدې وڅېړي او وروستيو پريکړو لپاره خپل راپورونه له کمېسیون سره شریک کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.