ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې

غزني کې د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ۷.۵ میلیون افغانیو په لګښت د «کامل کانال» د جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې زر هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د غزني ولایت د ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئیس مولوي محمدشفیق منصور عمر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه کانال په غزني ښار کې د سلطان بند له اوبو څخه سرچېنه اخلي، شاوخوا ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا زر هکتاره ځمکه خړوبه شي.

هغه وویل، د دغه کانال د بیارغونې چارې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ۷.۵ میلیون افغانیو مالي مرسته پیل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

د سیمي یوه قومي مشر عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه سیمه کې به د سلطان بند او نورې سېلابي اوبه راوتلې چې له مدېریت پرته به ضایع کېدلې.

هغه وویل، اوس به د دغه کانال په جوړېدو سره تر ډېره د سیمي د خلکو ستونزي هوارې شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.