ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د ۲۰ ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږی

دایکنډي کې د ۲۰ ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږی

author avatar
29 Sep 2024 - 15:47
دایکنډي کې د ۲۰ ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږی
author avatar
29 Sep 2024 - 15:47

نیلي (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نږدې نهه میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ ښوونځیو د ودانیو بیارغولو چارې پيل شوې‎.

د دایکنډي د پوهنې رییس مولوي رحمت‌الله قندیلي وايي، په میرامور، شهرستان، اشترلي، پاتو او د دغه ولایت په مرکز کې د پنځه میلیون افغانیو په لګښت د لس ښوونځیو د ودانیو رغونه پیل شوې ده.

هغه زیاته کړه، د دغه ولایت په سنګتخت و بندر، خدیر، کیتي او کجران ولسوالیو کې د څلور میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو ودانۍ رغېږي.

قندیلي وویل، له شرکتونو سره د قرارداد له مخې، ټاکل شوې چې د یادو ښوونځیو د ودانیو بیارغولو چارې د روان کال د لړم میاشتې تر پایه بشپړې شي.

د سرچینې په خبره، د دایکنډي د پوهنې رییس د شرکتونو مسوولینو ته ویلي چې د پروژو پلي کولو برخه کې له هر ډول سرغړونې ډډه وکړي او د رغولو چارې په صداقت او د قرارداد له مخې پر مخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي خلک او زده‌کوونکي تل دغه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو کمښت او غیرمعیاري ودانیو له امله شکایت کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.