ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د دوو ترافیکي پیښو له امله ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

فراه کې د دوو ترافیکي پیښو له امله ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
29 Sep 2024 - 17:49
فراه کې د دوو ترافیکي پیښو له امله ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
29 Sep 2024 - 17:49

فراه (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د فراه سیمه‌ییز مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په فراه‌رود ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه شوي او یوولس نور ټپيان دي.

د فراه ولایت د فراه‌رود ولسوال محمدصادق جهادمل پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د دغې ولسوالۍ چک‌اب سیمه کې د یوه مسافروړونکي او ټیلر موټرونو ترمنځ د ټکر له امله دوه کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

هغه دغه‌راز وویل، نن له غرمې وروسته ماسپښين مهال یوه بله ترافیکي پېښه هم د یادې ولسوالۍ په چک‌اب سیمه کې رامنځته شوې ده.

ده زیاته کړه، دغه پېښه د یوه ټویټا موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې چې پنځه کسان پکې مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

ولسوال وویل، د پېښو ټپيان پر وخت د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادو ټرافیکي پېښو لامل تراوسه نه دی څرګند، خو دغه ډول پېښې ډیری وخت د سړکونو د خرابوالي، د موټر د تخنیکي ستونزې او د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.