ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنیو چارو وزارت: خلک دې د ژورو څاګانو سرونه ژر تر ژره پټ کړي، کنه قانوني چلند ورسره کېږي

کورنیو چارو وزارت: خلک دې د ژورو څاګانو سرونه ژر تر ژره پټ کړي، کنه قانوني چلند ورسره کېږي

author avatar
1 Oct 2024 - 12:23
کورنیو چارو وزارت: خلک دې د ژورو څاګانو سرونه ژر تر ژره پټ کړي، کنه قانوني چلند ورسره کېږي
author avatar
1 Oct 2024 - 12:23

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): کورنیو چارو وزارت وایي، خلک دې د پېښو مخنیوي په موخه د څاه‌ګانو سرونه بند کړي، کنه قانوني چلند ورسره کېږي، او د دغه حکم د تطبیق په موخه یې یوې کمېټې ته دنده سپارلې څو ولایتونو ته سفر وکړي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ په کوندر کلي کې یو درې کلن ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی و.

تېره شپه د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یاد ماشوم د ژغورنې عملیات ناکام پای ته ورسېدل، ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ او څلورو نورو کسانو – چې د ماشوم د ژغورولو هڅه یې کوله – هم په څاه کې د ګاز نیونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني دوه کاله مخکې ولایتي چارواکو ته امر کړی چې په اړوندو ولایتونو کې سرلوڅې څاه‌ګانې او برمې معلومې کړي او مالکینو ته یې سپارښتنه وکړي چې سرونه يې بند کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د خلیفه صاحب په مستقیم هدایت، یوه کمېټه جوړه او مؤظفه شوه څو د وزارت د رهبرۍ د هغه حکم تطبیق په جدي توګه وڅاري چې له مخې یې د هر ډول کېندل شوو څاه‌ګانو مالکين باید د خطراتو او پېښو مخنیوي لپاره د څا‌ه‌ګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړي.»

هغه وویل، له بده مرغه چې لا هم په هېواد کې، په ځانګړې توګه سوېل کې څاګانو ته د ماشومانو لوېدنې زړه ‌بوږنونکي پېښې رامنځته کېږي چې مخنېوی یې اړین دی.

‏د هغه په خبره، یاده کمېټه به ټولو ولایاتو ته د دې موضوع د عملي څارنې لپاره سفر کوي او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند کېږي.

‏کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټولو خلکو ته خبر ورکړی څو ژر تر ژره د څاه‌ګانو سرونه په محفوظه توګه پټ کړي، کنه جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.