منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۴ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حقاني: په ټول هېواد کې دې د سرلوڅو څاه ګانو سرونه پټ شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د کورنیو چارو سرپرست وزیر ولایتي چارواکو ته امر کړی چې په اړوندو ولایتونو کې سرلوڅې څاه ګانې او برمې معلومې کړي او مالکینو ته یې سپارښتنه وکړي چې سرونه يې بند کړي.

د حیدر په نوم یو شپږ کلن ماشوم د سلواغې په ۲۵مه د زابل له مرکز کلات ښاره ۱۵ کیلومتره لرې، په یوه کلي کې نږدې ۳۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و، خو له درېیو ورځو مسلسلو هڅو وروسته بیا هم ونه توانېدل چې ماشوم وژغوري.

حیدر د سلواغې په ۲۹مه له څاه را وایستل شو خو ژوند یې له لاسه ورکړی و.

څاه ته د حیدر د لوېدو دغه پېښه ډېره په رسنیو، په تېره خواله رسنیو کې لاس په لاس شوه او خلک یې سخت خپه کړي وو.

اوس د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د ولایتونو والیانو او ولسوالانو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي: «په زابل ولایت کې د حیدر په نوم ماشوم د غمجنې پېښې په تعقیب، تاسې ټولو ته هدایت کېږي چې په هر ولایت کې ځانګړی هيئت وټاکئ، رڅو په ټول ولايت کې سرلوڅې څاه ګانې او برمې معلومې کړي او مالکینو ته یې سپارښتنه وشي چې سرونه يې بند کړي.»

دغه راز د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جوماتونو له ملا امامانو هم غوښتنه کړې چې پر منبرونو د دې موضوع اهمیت خلکو ته تشریح کړي، څو په راتلونکي کې داسې پېښې رامنځته نه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه