Language

پولي‌تخنیک پوهنتون کې د ۲۲ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۳):  د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کابل ښار پولي‌تخنیک پوهنتون کې د ۱۲۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ۲۲ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي، مخکې به خلک د نا امنیو شاهدان وواو نن ورځ د هېواد په کچه د لویو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.

هغه ویلي، د دغه وزارت له علمي او زېربنایي پروژو څخه ملاتړ کړی او په عمل کې یې ثابت کړی دی

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له استادانو او محصلینو وغوښتل چې د ډلو او جریانونو د منفي تبلیغاتو تر اغېزې لاندې رانشياو د علم پر زده کړه تمرکز وکړي

د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون سرپرست انجنیر سردار ولي صالحي ویلي، چې په دغو پروژو کې د ودانیو ترمیم او بیارغونه، د لابراتوارونو اودفترونو تجهیز،د لیلیې محصلینو د البسې تدارک، د خوړنځای تجهیز او د یاد پوهنتون د ۸ پوهنځيو د اړتیا وړ کتابونو تهیه او تدارکشامل دي

یاد وزارت د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي، په یادو ۲۲ پروژو ۱۲۹ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

د یادونې وړ ده چې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د هېواد له سترو پوهنتونونو څخه دی، چې په انجنیري څانګو کې فعالیت کوي او هر کالسلګونه انجنیران ټولنې ته وړاندې کوي